ښوونه او روزنه

څه ناڅه شپږ سوه تنه ځوانان داداري او حساب داري له انستيتوت څخه فارغ شول .

کابل باختر دسلواغي  دويمه

   شپږ سوه شپيتو تنو نجونو اوهلکانو نن داداري او حساب داري له انستيتوت څخه دخپل فراغت جشن جوړ کړ .

 دغو ځوانانو ددوه نيمو کلونو لپاره دبانکوالي  ، سوداګرۍ ، اداري او محاسبې په څانګو کې  ددغه انستيتوت   دشپې اوورځې په برخوکې زده کړې کړي دي  يو شمير دغه ځوانان ددولتي اداري کارکوونکي دي چې په داخل خدمت ډول يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي دي خوزياتره يې  انديښنه لري چې له زده کړو وروسته به هم ونه کړاي شي  کار پيدا کړي .

 يوې  فارغې ميترا دباختر  اطلاعاتي  اژانس ته وويل ، چې داسره  له دې  چې دمديريت په څانګه   يې زد کړې کړي دي خو ددې انديښنه لري چې کارورته پيدا نه شي .

  دې له دولتي مقاماتو څخه وغوښتل چې دخلکو داقتصادي ستونزو دلري کولو او ددولتي مرکز ونو دپياوړتيا لپاره  هغو ځوانانو  ته دجذب  زمينه  برابره کړي چې دهيواد له تحصيلي مرکزونو څخه  فارغيږي .

 احمد کريم  خيرزاده  يوبل ځوان دى چې نن يې داداري او حساب داري له انستيتوت   څخه دخپل فراغت جشن  جوړ کړى دى . 

 کريم چې دملي راډيو تلويزيون په رياست کې دماليې وزارت کنترولر دى  وايي داداري او حساب داري په څانګه کې زده کړه  اوس  ورسره مرسته کوي چې خپله دنده په  ښه ډول  ترسره کړي  دا دکابل داداري او حساب داري له انستيتوت  څخه  دورځې دمحصلانو دفراغت شپږ څلويښتمه دوره او دشپې دبرخې دفراغت اوومه  دوره ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته