_ کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٨ :
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست مسوولينو يوې سيمه ييزې رسنۍ ته د ملي او اسلامي ارزښتونو پرخلاف پروګرامونو د خپرولو له امله خبر دارى ورکړ.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر شيرشاه همدرد په جلال آباد ښارکې د شرق له خصوصي راډيوټلويزيون څخه د کتنې په بهيرکې د دغې رسنۍ مسوولينو ته وويل چې هرې رسنۍ ته مهمه ده چې پروګرامونه يې د ملي او اسلامي ارزښتونو پربنسټ وي.
د شرق له راډيو ټلويزيون څخه د اطﻻعاتو اوفرهنګ رياست د هيئت کتنه له هغه وروسته ترسره کيږي چې د دوشنبې په شپه دغې رسنۍ د ملي او اسلامي ارزښتونو پرخلاف پروګرام خپور کړى و.
ښاغلى همدرد وايي چې دوى د شرق رسنۍ پرخلاف له خلکوڅخه يو لړ شکايتونه ترلاسه کړي و او د دغې رسنۍ مسوولينو ژمنه کړې ده چې په خپلو پروګرامونوکې له پخوا زيات ملي او اسلامي ارزښتونو ته پاملرنه کوي.
د شرق د راډيو ټلويزيون مسوول شفيق الله شايق د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست له هيئت سره په کتنه کې وويل چې فني نيمګړتيا په دغې رسنۍ کې د دوشنبې د شپې د پيښې سبب و .
0 1 دقیقه لوستل