ورزش

دشاهين آسمايي ټيم دتاجکستان دحاصلاتو له تيم سره لوبه کوي .

کابل باختر دسلواغې يوولسمه :
دشاهين  اسمايي دفوټبال ټيم سبا دتاجکستان دحاصلاتو له ټيم سره لوبه کوي
د غه لوبه دتاجکستان په دوشنبه ښار کې دافغانستان په وخت له غرمې وروسته په دوه بجې  پيليږي.
دافغانستان  دفوټبال فدراسيون دخپرونو غړى شمس اميني دڅرګندونو له مخې ټاکل شوې ده دشاهين اسمايي  دفوټبال ټيم دافغانستان روشن دغوره ليګ  دبرياليتوب په پنځم  دور کې  دتګ راتګ دوه لوبې دتاجکستان دحاصلاتو له ټيم سره ترسره کړي چې دتګ لوبه يې سبا او دراتګ لوبه يې ددغې مياشتې  په نولسمه نيټه ترسره کيږي .
ديوبل خبر له مخې  دهېواد دفوټبال دملي ټيم غړى فيصل  شايسته دايران دپيکان له ټيم سره يوځاى شو .
داميني دڅرګندونوله مخې  دهېواد دغه فوټباليست ديونيم کال لپاره له دغه ټيم سره قرارداد وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته