ورزش

د هيواد د تکواندو ملي ټيم لوبغاړو دوه برياليتوبونه ترلاسه کړل.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٤
د هيواد د تکواندو ملي ټيم ورزشکارانو د اولمپيک د ونډې دکب د سياليو په دوام دوه برياليتوبونه ترلاسه کړل.
د مدني روزنې ، سپورت او د اولمپيک د ملي کميتې د پوهاوى او اطلاعاتو د آمريت مسوولينو باختر آژانس ته خبر ورکړ: د افغانستان دتکواندو ملي ټيم د نړۍ د تنکيو ځوانانو او نړيوالو سياليو د ونډې دکب په سياليوکې دګډون په خاطر چين ته تللي دي؛ ددغې ځانګې د نړيوالو سياليو په دريمه ورځ دوه برياليتوبونه ترلاسه کړل.
د هيواد ورزشکار شهبار اميري د څلورو امتيازونو په توپير نيپالي لوبغاړلى ته ماتې ورکړه او نعمت الله خپل اوکراين سيال ته ماتې ورکړه.
ددغو سياليو په دويمه دوره کې د هيواد ملي لوغاړي شهباز اميري له اوکرايني ورزشکار او نعمت الله له ايټالوي ورزشکار سره سيالي کوي .
مخکې له دې د افغانستان ورزشکارانو له هلوځلو سره سره بريالي شوي نه وو چې د اولمپيک ونډه ترلاسه کړي او د سياليو له دوام څخه ګوښه شوي وو.
دغه سيالۍ د يو سلو اوو د هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون په چين کې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته