امنیت

څوارلس تنه ماشومان د تښتوونکو له منګولو څخه خوشي کړي شول

  دپروان ولايت مسوولين وايي چې دملي امنيت رياست دموظفينو له خوا څوارلس تنه ماشومان  دتښوونکو له منګولو څخه ازاد شول .

 دغه ټکې  دپروان دوالي ويندوى  روشنا خالد پرون په يو خبري کنفرانس کې   څرګند کړ .

 دچاريکارو له ښار څخه دباختر داطﻻاعاتي اژانس  دخبريال دخبر له مخې دغه ماشومان چې له اتو کلونوڅخه تر دولسو کلونو پوري عمر  لري د کابل ( پلخمري  په لويه لاره کې ازاد شول .

  روشنا خالد زياته کړه چې ددغې پيښې  په اړوند دملي امنيت  دمنسوبينو له خوا دوه تنه  نيول شوي او تر پوښتنې لاندې دي .

 دى وويل چې ازاد شوي ماشومانو  دتروريستي او ځان مرګو بريدونو دعملونو دزده کړي په مقصد  دکندز له ولايت څخه پاکستان ته  بيول کېدل خو ددوى دخوشي کېدو د نيټې  يادونه يې ونه کړه .

   دې دغه راز يادونه وکړه چې په تيرو دوو اوونيو کې په پروان کې  دورانکارو عملونو  او دوسلو اونشه يي توکو دقاچاقو دترسره کولو په ګومان  پنځه تنه  دامنيتي ځواکونو له خوا  نيول  شوي دي .

 په دي خبري کنفرانس کې  دپروان دوالي ويندويې د غه راز وويل   چې ددغه ولايت امنيتي ځواکونو ديوې اوونۍ په بيهر کې  لس تومانچې ، يوه  پيکا ، يوکلاشينکوف اوپنځلس کېلوګرامه چاوديدونکې توکې چې کابل ته ليږدول کېدل هم ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته