کابل / د وري ۲۴مه / باختر
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد نن د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، یونېسف، د ملګرو ملتو د وګړو صندوق (UNFPA) او د روغتیا په برخه کې د نورو مرستندویو ادارو له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت او تطبیق کوونکو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ، حساب ورکونې او شفافیت په اړه خبرې وشوې.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کوونکو سره پر لا زیاتې همغږۍ او حساب ورکونې ټینګار وکړ او د روغتیايي خدمتونو له ټولو وړاندې کوونکو یې وغوښتل چې د بودجې پلانونه، قراردادونه او د قراردادونو تصویب له عامې روغتیا وزارت سره شریک کړي.
ډاکټر عباد په ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کوونکو بنسټونو پر کړنو هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې د دغو بنسټونو ډېری کړنې وزارت ته د منلو وړ نه دي او بايد په دې برخه کې جدي همغږي رامنځته شي.
هغه له ټولو نړیوالو موسسو څخه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، د اسلامي امارت پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل: موږ په افغانستان کې ستاسو امنیت تامینولو ته ژمن یوو.
د کتنې په پای کې، د غونډې برخه والو د افغانستان د روغتیایی سکټور پر ملاتړ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د همغږۍ د پیاوړتیا او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به ښه والی رامنځته کړي.
وهاج