امنیت

ديوه سوداګر مړى په مزارشريف ښار کې ترلاسه شو .

کابل باختر دغبرګولي نهمه :
ديوه سوداګر مړى په مزارشريف  ښار کې دابن سينا حوزوي روغتون ته وليږدول شو.  دابن سينا دحوزوي  روغتون سرطبيب  خواجه محمد فيض دباختراژانس  خبريال ته خبر ورکړ : دمړي په کتلو سره څرګنده شوه چې دغه سړى په ډزو سره وژل شوى دى .
  ددغه سوداګر ديوه خپلوان له خولې صديق الله له هالنډ څخه مزارشريف ته راستون شوى و .
  يوې اړونده سرچينې  وويل :سوداګر دقندهار ولايت اصلي اوسيدونکى وو او دپانګونې لپاره مزارشريف ښار ته راغلى و چې دناپيژانده وسله والو له خوا په شاه جهان  تنګي کې چې دمزارشريف ښار په جنوب کې پروت دى ووژل شو .
يوې امنيتي  سرچينې وويل: دپيښې عاملين له سيمې څخه تښتيدلي  او دپيښې دعاملينو د نيولو لپاره عمليات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته