ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت د خواخوږۍ پيغام

 کابل / د زمري۲٩مه / باختر
د پوهنې وزارت د علمي شورا د رييس پر شهادت د دغه وزارت د خواخوږۍ پيغام
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې نن سهار د ٨ او ٣٠ دقيقو په شاوخوا کې د پوهنې وزارت د علمي شورا رييس پوهنوال ډاکټر عبدالباقي امين، د ده په موټر کې د يو ځاى پرځاى شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له امله، شهيد او ګلبدين خان چلوونکي يې ټپي شو. د ډاکټرعبدالباقي امين شهادت د افغانستان د پوهنې کورنۍ او علمي ټولنې ته يوه ضايعه ده.
د پوهنې د سترې کورنۍ په استازيتوب، دغه دردونکې پېښه په کلکه غندو او عاملين يې د علم او پوهې دښمنان بولو.
د ډاکټر امين شهادت د هغه کورنۍ او د پوهنې ټولو منسوبانو ته تسليت وايوو او د الله تعالى (ج) له درباره شهيد ته چې د خپل عمر زياته برخه يې د هېواد د بچيانو سالمر روزنې ته وقف کړې وه؛ د فردوس جنت دعا کوو او کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله کوو.
دغه راز د لوى خداى (ج) له درباره د دغه وزارت د علمي شورا د رييس چلوونکي ګلبدين خان ته د بشپړې روغتيا هيله کوو.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته