امنیت

په پکتيا کې ددولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په وسله واله نښته کې ٧٠ تنه ووژل شول .

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :
دپکتيا ولايت په زرملې ولسوالۍ کې دطالبانو په مرکزونو دامنيتي ځواکونوګډ عمليات ترسره کړل  .
د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي وياند عبدالرووف  د باختراژانس خبريال ته وويل چې   دملي اردو او دسرحدي پوليسو  دغو ګډو عملياتو  په توافق  سره دپکتيا ولايت دزرملي ولسوالۍ په کولرګو سيمه کې دوسله والو طالبانو په مرکزونو  وشول  له امله يې  ٧٠ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دغه راز پنځه تنه وژل شوي کسان ملکي وګړي دي . چې  په دې نښته کې وژل شوي دي
ديوبل خبر له مخې، په ډنډ پټان ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو او دوسله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده او ددغې  پيښې  دسردزيان په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته