کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
يو پوليس دروزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښار په مربوطاتو کې وړمه شپه خپل دوه ملګري شهيدان کړل او په خپله دپوستې له تجهيزاتو سره وتښتېد .
باختراژانس دروزګان دوالي دوياند زړګي عبادي له خولې خبرراکړ ، چې دطالبانو يونفوذي کس چې نوى ددغه ولايت دپوليسو په ليکوکې جذب شوى و ، دترينکوټ ښار په لويديځ کې په يوې پوستې کې په خپلوهمکارانو ډزې وکړې چې په پايله کې يې دپوليسو دوه سرتيري شهيدان او دوه تنه نور سرتيري ټپيان کړل .
عبادي وويل چې دوسله والو طالبانو دغه نفوذي کس دپوستې له يوشمېر تجهيزاتو سره په تيښتې بريالى شوى دى .
ختم_ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ