ټولنه

فضل هادي مسلمياردافغاني سرې مياشتې دټولنې کارکوونکي وستايل

کابل باختر د غبرګولي دريمه
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن دافغاني سرې مياشتې د ټولنې د سرپرست او يو شمېر نورومسئولينو کړه وړه وستايل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې د مشرانو جرګې رئيس د طبيعي آفتونو له امله زيانمنواواړوکورنیو سره مرسته اوپه سوري زړه باندي د اخته ماشومانو درملنه يادې ټولنې له کړنوڅخه يادونه وکړه او د نوموړي ټولنې سرپرست ميرويس اکرم او ددي ټولنې يو شمېر نورو منسوبينو ته يي د مشرانو جرګې د ستاين ليکونو د ډالۍ کولو په ترځ کي ټینګاروکړچې خپلو رضاکارانه او بشردوستانه هڅو او فعالیتونو ته چټکتيا وروبخښي او د روژې په مبارکه مياشت کې دي هم،له خپل توان سره سم له بیوزلو کورنيو سره مرستې وکړي.
همدا راز د مشرانو جرګې رئيس دیوي جلا ناستې په ترځ کي د سليمانخيلو د قومي شورا يو لړ سيمه ييزې ستونزې واورېدې.
په دې ناسته کي ددي شورا غړود ځوانانو له پاره د کاري زمينو د برابرولو او په دولتي ادارو کې د دوي د جذب، دمعلولینو ژوند ته د پاملرنې، د پراختيايي پروژو پلې کول او د امنيت د ټينګښت يي اساسي غوښتنې وبللې.
فضل هادي مسلم یارد دوی غوښتنې موجه وبللي اوژمنه ويي کړه چې دا ستونزې به له اړوندو حکومتي مسئولينو سره مطرح او د حل لارې به يې ولټوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته