امنیت

په بادغیس کې د وژنې یو مشکوک ونیول شو

کابل باختردتلې دمياشتې ٧نيټه :
په بادغیس ولايت کې یو تن د وژنې او غلا په ګومان د امنیتي مسوولينو له خوا ونیول شو.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني باختراژانس ته وویل چې دغه کس څو ورځې مخکې یو سړى یې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې وژلی و.
ده وویل چې دغه کس په دغه ولایت کې په  وسله والو غلاو  هم تورن دی او له ده څخه د پولیسو تحقیقات دوام لري.
ختم /ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته