امنیت

په هلمند کې دځانمرګې بريد له امله يو پوليس شهيد شو.

 کابل – باختر دتلې دمياشتې ٥
دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې ديوځانمرګي بريد له امله يو پوليس شهيد او  پنځه تنه نور ټپيان شول .
دغه  پيښه تيره شپه د اتوبجو په شاوخوا کې هغه وخت  وشوه چې يو ځانمرګي يرغلګر  غوښتل دلښکرګاه ښار ته ننوځي.
دهلمند دوالى ويندوى عمرځواک باختر آژانس ته وويل  :  دغه ځانمرګې يرغلګر په
خپل بدن پورې تړلي چاوديدونکې  توکي هغه وخت وچول چې امنيتي ځواکونو هغه  ته د دريدو  امروکړ.
دځواک دڅرګندونو له مخې  :  په دې پيښه کې دپوليسو يو سرتيرى  شهيد او دڅلور تنو ملکي وګړو  په ګډون پنځه تنه ټپيان شول .
په همدې حال کې دلښکرګاه ښار دملکي روغتون ډاکترانو ددغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته