امنیت

څوارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

په هلمند ولايت کې د يوې نښتي له ا مله څوارلس تنه وسله وال مخالفين اويو ملکي وګړى ووژل شول

د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر د باختر اطلاعا تي اژانس ته خبر ورکړ : نښته ددغه ولايت د ګرشک ولسوالۍ د ميرمنداب او زمبلي په سيمو کې هغه وخت وشوه چې وسله والو مخالفينو د افغان اود ايساف دځواکونو په ګډي ګزمى وسله وال بريد وکړ چې له ا مله يي څوارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او د دوي يوه اندازه وسلې او مهمات دګډو ځوا کو نو لاس ته ورغلل .

خبرځاى زيا ته کړه : په دې نښته کې يوه ديارلس کلنه نجلۍ شهيده او يوه نهه کلنه نجلۍ ټپي شوه چى د ايساف دځوا کو نو له خوا روغتون ته ليږدول شوې ده

تر او سه پوري روښانه نه ده چې دغه نجونې د کوم لورى دډزو له ا مله شهيده او ټپي شوې ده

سيمه ييز خبر ځايو نه وا يي په دي باب څيړنى دوام لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته