امنیت

دپکتيا ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې درييس دکورنۍ يو غړي ووژل شو او څلور تنه نور يې ټپيان شول .

٣٦-کابل باختر د ليندي  شپږ ويشتمه

 په پکتيا ولايت کې بهرنيو عسکرو تيره شپه ددغه ولايت دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې درييس دکورنۍ يو غړي وواژه او دده دکورنۍ څلور تنه غړي يې ټپيان کړل او  دى يې له دوو  تنو  زامنو  سره له ځان سره بوته .

 دباختر داطلاعاتي اژانس خبريال دګرديز له ښار څخه دعيني شاهدانو له خولې خبر راکړ چې بهرني عسکر  دتيري شپې په نيمايي  کې دپکتيا ولايت دګرديز ښار  د بالا ده په کلي کې ددغه ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې درييس حفيظ الله  کورته ننوتل  دده دکورنۍ يو غړي يې وواژه او څلور تنه نور يې ټپيان  کړل او دى يې له دوو تنو زامنو سره يې له ځان سره بوته .

 دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى روح الله سمون دبهرنيو ځواکونو دغه عمل  سخت وغانده او ويلي يې دي چې دحفيظ الله او دده ددوو زامنو دخوشي کولو په خاطر هلې  ځلې پيل شوي دي او دوى به ډير ژر خوشي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته