امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په بغلان کې ونيول شول

کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
دوه تنه وسله وال طالبان پرون دبغلان ولايت دمرکزي بغلان په ولسوالۍکې دپوليسو له خوا ونيول شول .
په نيول شويوکسانو دملي پوليسو دسرتيرو د شهيدانو لو او د يوه سيمه ئيزپوليس  دکورنۍ د پنځو تنوغړو دشهادت په ګډون چې له کندز ولايت څخه په مرکزي بغلان کې د واده په مراسموکې ګډون کړى و؛ دڅو تروريستي بريدونو د ترسره کولوتور لګول شوى دى .
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى احمدجاويد بشارت باخترآژانس ته وويل چې دغه کسان له يوکلاشينکوف او له يوه توغندي ويشتونکي سره دمرکزي بغلان دولسوالۍد زمان خيلو په کلي کې ونيول شول او اوس تر پوښتنې او تحقيقاتو لاندې دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته