اقتصاد

په سمنګانوکې د پستې راټولول پيل شو

کابل باختر  چنګاښ دمياشتې ١٢نيټه :
په سمنګانو ولايت کې د پستې د حاصلاتو راټولول پيل شو.
په سمنګانو ولايت کې پسته په داسې حال کې  راټوليږي چې د تېرکال په نسبت په حاصلاتو کې يې زياتوالى راغلى دى.
د سمنګانو و لايت دکرنې د ادارې رئيس همايون حبيب باختر آژانس ته وويل ؛   که چيرې دسمنګانو د پستې محصولات د روان کال د زمري دمياشتې تر لسمې نيټې پورې ساتل کيدل؛ ددغه ولايت له شلو زرو تنو څخه تر ديرشو زرو تنو اوسيدونکو پورې  ښه عوايد ترلاسه کيدل.
ده زياته کړه  چې د کرنې د ادارې له خوا يو هيئت ټاکل شوى و او هغوى ته دنده سپارل شوې وه چې ددغه ولايت په بېلابېلو ځنګلونوکې د پستې حاصلات وڅيړي او د هيئت غړو په دوو اوونيوکې ددغه ولايت دمرکز او د حضرت سلطان،  خرم سارباغ، فيرونخچير او بر دره صوف د سيمو ځنګلونه وڅيړي.
ويل کيږي د کرنې رياست په هغو کليو کې چې د پستې د ځنګلونو په شاوخوا سيموکې  ژوند کوي؛ د دغو ځنګلونو د ساتنې لپاره پنځه وګړني شوراګانې جوړې کړې دي .
پسته دسمنګانو ولايت د خلکو مهم پيدا وار دى چې د دغه ولايت په مرکز                 او اړوندو ولسواليوکې څه ناڅه  ٤٢ هکتاره ځمکه کې دپستې  طبيعي ځنګلونه شته او دسمنګانو ولايت  له بادغيس ولايت څخه وروسته دويم ولايت دى چې د پستې پراخ ځنګلونه لري او په زرګونو کورنۍ د پستې د پلورنې له لارې خپل  ژوند تامينوي.
پاى جذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته