ټولنه

په پکتیکا کې په څلور زره جریبه ځمکه باغونه جوړیږي

کابل باختر دکب د مياشتې دوه ويشتمه
په پکتیکا ولایت کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت په چوکاټ کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له خوا خلکو ته په څلور زره جریبه ځمکه کې باغونه جوړیږي.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت هوا د باغدارۍ لپاره مناسبه ده او هر ډول میوه لرونکي نیالګي پکې ښه پايله ورکولی شي.
د پکتيکا اوسيدونکي هم د باغونو جوړول ګټور بولي او زیاتوي چې له دې وروسته به پراخې ځمکې په باغونو وپوښي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته