خبرونهټولنه

په بغلان کې د ۲۷ مترو په اوږدوالي یوپل پرانستل شو

٥٥- کابل / د مرغومي ۲ مه/ باختر
د پلخمري ښارپه مربوطاتوکې د موټرو د تګ را تګ د یوفلزي پل د جوړولوکاربشپړاو نن د استفادې وړ وګرځېد.
د بغلان د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا ریاست د انجنیرۍ څانګې مسوول انجنیرجمال آریا د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه پل د آلمان د جي، آی ، زید په مالي او تخنیکي مرسته د ۳۰ میلیونوافغانيوپه لګښت د اووه ویشت نیم متروپه اوږدوالي او د اوونیمو مترو په سور په ۹ میاشتوکې د پلخمري ښار د دښت کرکر داستوګنې پروژې په ساحه کې جوړشوی دی.
هغه زیاته کړه مخکې د دښت کرکر د استوګنې د ساحې اوسېدونکو د اورښتونو او د سېلاونو د راوتلوپه وخت کې له جدي ستونزو سره مخ وو.
د بغلان والي محمد اکبربارکزي د دغه پله د پرانستلو په وخت کې وويل: خوښ یم چې نن د بغلان په مرکزکې یواساسي ستونزه لرې شوه.
د بغلان والي د پله په څارنې او ساتنې ټینګاروکړ او په بغلان کې د سولې او د زیاتو پروژو د تطبیقولو هیله وکړه.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته