امنیت

په سياه ګرد کې دتوغندي دلګيدو له امله يو تن شهيد او پنځه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دثور دوه ويشتمه :
دپروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې دطالبانو دراکتي بريد له امله يوملکي وګړى شهيد او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دسياه ګرد ولسوال محمد سعيد صديق دباختراژانس  خبريال ته وويل وسله والو طالبانو دپوليسو په يوې پوستې  بريد وکړ او دمقتابلو ډزو په بهير کې يې يو توغندي داستوګنې په ساحې وتوغاوه چې له امله يې يوملکي وګړى شهيد او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دسياه ګرد ولسوال وويل چې طالبان دپوليسو دځواکونو له سخت مقاومت وروسته له ساحې څخه دتيښتې لاره غوره کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته