۱۰۰ ورځې

ډاکتر زلمى رسول دپوهنتونونو استادانو او فرهنګيانوته خپل کاري پروګرامونه بيان کړل

کابل باختر دکب دمياشتې  ٢٣ :
دجمهوري رياست نوماند ډاکتر زلمى رسول  دخپلو انتخاباتي مبارزو په دوام نن په کابل کې  دپوهنتونونو داستادانو ، فرهنګيانو او ځوانو سيمناګرانوسره  وکتل  اوپه فرهنګي او ټولنيزو برخو کې يې  خپل کاري پروګرامونه بيان کړل .
دباخترآژانس دخبرله مخې  : په هغې غونډه  کې چې نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو دنړيوال مرکز په  تالار کې جوړه شوې وه ، دجمهوري رياست نوماند ډاکتر زلمى رسول  دپوهنتونونو استادان  او فرهنګيان  يې دټولنې  اغيزمن او ځواکمن قشروباله او ويې ويل : تاسې  چې په  ژوند کې له  زياتو ستونزو سره مخامخ ياست دتاريخ په   حساسو پړاونو کې  مو خپلې دندې  په ښه ډول  ترسره کړي دي  او په هر وخت کې  په سختو شرايطو کې مو  هلې ځلې کړي دي  چې خپل معنوي ارزښتونه  ددغه هيواد بچيانو ته وليږدوئ  او هغوي دعلم اوپوهې په ګاڼه  سمبال کړئ.
تاسي له هيڅ  ګواښ څخه   ډار شوى نه ياست  بلکې    له هرې توطيې سره مو مقابله کړې ده  چې ددغه هېواد بچيان  ستاسي له معنوي  ارزښتونو څخه زده کړه وکړي او له  هغو څخه دهېواد دترقۍ په لاره کې  استفاده وکړي.
ډاکتر رسول وويل :  که چيرې  داعتدال  برابرۍ  او سازندګې ټيم په انتخابات کې بريالى شي  پوهانو ، استادانو ، ښوونکو  اوفرهنګيانو ته به چې پخوا ډيره پاملرنه ورته  نه کيده ځانګړې پاملرنه وکړي  او دهغوي  دمادي او معنوي امتيازونو په برخه کې پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي .
دپوهنې او دلوړو زده کړو په برخو کې  به پانګه اچونه  زموږ دټيم   په کاري لومړيتوب کې وي .
ډاکتر زلمي رسول زياته کړه : که چيري په انتخاباتو کې بريالى شي دتحصيلي بورسونو او دکادري ظرفيتونو د برابرولو په برخه کې زيات کار ترسره کوي.
ده  دپوهنتونونو  له استادانو او فرهنګيانو څخه وغوښتل چې له خلکو وغواړي چې په انتخاباتو کې په پراخ ډول ګډون  وکړي.اوپه انتخاباتو  کې په خپلې ونډې اخيستنې سره   دغه بهير ته وګړنۍ مشروعيت ورکړي.
په دې غونډه کې   پوهاند عالمي ، پوهاند نيکبين ، پوهنمل کامه وال ، پوهنيار نجيب محمود ،  فيصل امين  او قيس  مرزي  دپوهنتونونو داستادانو او دسينماګرانو دټولنې په استازيتوب  دهيواد داوسني حالت  او دتحصيلي  حالت او دپوهنتونونو دکاري چاپيريال په باب خپلې نظريې وړاندې کړې .
ډاکتر زلمي رسول ددوى دغوښتنو او نظريو په ځواب کې وويل : دى   له هغې کورنۍ  څخه پورته شوى دى  چې  په يو پوه او استاد پورې مربوط و  او ددوى له کړاونو څخه خبر دى او له شک پرته به   د دوى دغوښتنو او نظريو درناوى وکړي  او ددوى دستونزو  په لري کولو کې به اقدام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته