کابل باختر دلړم دمياشتې ١٤ نيټه :
د تخار ولايت د اشکمش ولسوالۍ لس کلي د هغو عملياتو په بهيرکې چې درې ورځې مخکې پيل شول؛ د وسله وال طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
د تخار ولايت د امنيي قوماندانۍ وياند باختر آژانس ته وويل: په دغو عملياتوکې په دښمن ځپنده ګوزارونه شوي او هغوى له سيمې څخه تيښتې ته اړ شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې د دښمن د بيا نفوذ د مخنيوي په خاطر به عمليات دغه راز دوام ولري او وګړنيو پاڅون کوونکي هم د امنيتي ځواکونو ترڅنګ فعال رول لري.
پاى ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ