سیاست

د جمهور رئیس غني په مشري د تدارکاتو ملي کمیسیون غونډه وکړه

کابل باختر دغبرګولي  لسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني  په مشري د تدارکاتو دملي کمیسیون اونیزه غونډه تېر ه شپه په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش او د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود. په دې غونډه کې د کرنې، فواید عامې، عامې روغتیا، کورنیو چارواو ملي دفاع دوزارتونو او د ملکي هوایي چلند مستقلې ادارې قراردادونه وڅيړل شول، چې ځینې یې منظور او ځینې یې د لازمو اصلاحاتو په خاطر وځنډول شول.
د تدارکاتو د ملي کمیسیون مشر یما یاري  وویل، د کمیسیون په تېرو اتو غونډو د ۲۴ ملیارده افغانیو ۱۲۴ قراردادونه څيړل شوي دي. د ده د معلوماتو له مخې د ۱۳ ملیارده افغانیو په ارزښت ۸۲ قراردادونه پراسیس شوي ، ۲۰ قراردادونه رد شوي او ۲۲ قراردادونه د ستونزو د حل او لازمې اصلاح په موخه تر دقیقې کتنې لاندې دي.
په دغو قراردادونو کې تر دې مهاله د پنځو ملیاردو افغانیو په ارزښت سپما شوې ده چې د ملي خزانې لپاره لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
جمهور رئیس محمداشرف غني د کرنې اواوبولګولووزارت د ۵ مسلخونو د جوړولو د پروژې په اړه وویل، د دې ډول پروژو له پیل او تطبیق وړاندې باید لازمه محیطي مطالعه او د سیمې له خلکو سره له نږدې تفاهم وشي.
جمهور رئیس د فواید عامې وزارت د کابل – ارغندي د سرک په هکله وویل،  دغه وزارت باید هره میاشت ماته د خپل پرمختګ راپور راکړي او ولس هم په څارنه کې شامل کړي.
د هېواد جمهور رئیس د اقتصاد وزارت ته لارښوونه وکړه چې د نمونې په توګه په څو ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت روغتیایي خدمات وڅيړي، څو معلومه شي چې څومره او په کوم کیفیت تخصص موجود دی او په ځانګړي ډول د ښځو لپاره کومې روغتیایي اسانتیاوې په پام کې نیول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته