سیاست

په اروپا کې دافغان پناه غوښتوونکو دستونزو په باب خبرې وشوې .

کابل باختر دمرغومي  ديرشمه :
دمهاجرينو دراستنولو  دچارو وزير نن کابل ته داروپا داتحاديي دهئيت دسفر ددغه هئيت  دخبرو دمحور په اړوند په کابل کې داروپا داتحاديې له سفير سره  خبرې وکړې .
دمهاجرينو دراستنولو  دچارو وزارت دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ: ټاکل شوې ده داروپا داتحاديې دمسوول او ددغې اتحاديې دخاص استازو  په ګډون  داروپا  داتحاديي  يو هئيت دروان ميلادي کال په پاى کې  کابل ته سفر وکړي او دافغان  پناه غوښتوونکو دستونزو دحل کولو په اړوند خبرې وکړې
په کابل کې داروپا داتحاديې سفير  فرانس مايکل ميليبن ددغه هئيت دسفر ستره موخه دمهاجرت ګډ مديريت او دافغان پناه غوښتوونکو  دستونزو دحل کولو په اړوند د افغانستان  او دمقصدو هېوادونو دجګپوړو مقاماتو درسمي خبرو دپيل لپاره دزمينې برابرول وبلل .
ده دافغانستان او داروپاداتحاديې  ترمنځ دښو اړيکو په تامينولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې دغه خبرې به دترانزيت  دمبدا او مقصد دهېوادونودوزيرانو په کچه دروان ميلادي کال داکتوبر په مياشت کې ترسره شي .
داروپا داتحاديې  سفير وويل چې ټاکل شوې ده  دروان ميلادي کال داکتوبر په مياشت کې  دمهاجرت دموضوع په باب  څو اړخيزې رسمي خبرې داروپا  داتحاديې او دافغانستان دوزيرانو ترمنځ په بروکسل کې ترسره شي .
دمهاجرينو دراستنولو  دچارو وزير دمقصدو اومبدا هېوادونوپه ګډ مديريت ټينګار  وکړ او ويې ويل چې موږ په اروپا کې دمهاجرينو دستونزو  په اړوند درسمي خبرو لپاره چمتويو ،دغه راز له اروپايي  هېوادونوسره دلاسليک شويو تفاهم ليکونوپه عملي  کولوټينګار وکړ .
سيد حسين عالمي بلخي  وويل چې دغير قانوني مهاجرت مخنيوى  ، دمهاجرينومديريت دهېواد داوسني حالت له مخې د مهاجرينو دراستنولو لپاره دزمينې برابر ول  او دغير قانوني  مهاجرت دمخنيوي لپاره په نسبې ډول دهېواد په امنو ښارونوکې دکار اوکسب  پيداکول  هغه ډيرې مهمې برخې دي چې دافغانستان او دمهاجرينو دکوربه هېوادونو ترمنځ دګډو همکاريو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته