کابل باختر د کب اووه ويشتمه :
په لوګر کې دطالبانو دمخابروي اړيکو مسوول پرون په دغه ولايت کې ووژل شو . دلوګر دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمد زي دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دطالبانو دغه مهم غړى دبرکي برک په ولسوالۍ کې دشاه مزار په کلي کې دملي امنيت د صفريو قطعې دځانګړو ځواکونو په عمليات کې ووژل شو .
ده زياته کړه :په دغو عملياتوکې درې تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول .
ديادونې وړ ده چې پرون هم ددوى ديوسرګروپ په ګدون پنځه تنه وسله وال مخالفان دبرکي برک ولسوالۍ په شاه مزار کلي کې دپوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې، دمحمد اغې ولسوالۍ دواغجان په کلي کې دوسله والو مخالفانو دتوغندى دلګيدلو له امله يوملکي وګړى شهيد شو .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل