سیاستخبرونهټولنه

چارواکي: اسلامي امارت د خيريه بنسټونو همکار دى

 کابل، د زمري٢٣ مه، باختر

د رياست الوزرا د دفتر رييس د ترکيې  دAHH   بنسټ له مسوول سره په کتنه کې هغوى ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت  له خيريه بنسټونو سره همکار دى او د هغوی د ستونزو په حل کولو کې هر اړخيزې هلې ځلې کوي.

د اسلامي امارت د رياست الوزرا مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي؛ د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا د دفتر لوى رييس ډاکتر ملا عبدالواسع د ترکيې د خيريه بنسټ له مرستيال ياووزديدي، په افغانتسان کې د دغه بنسټ له مسوولینو جنيد کليچ، مجاهد کليچ او د دغه بنسټ د اړيکو له مسوول طيب خان سره وکتل.

په دې کتنه کې د دې بنسټ د فعاليتونو او د راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرې وشوې.

د ترکي خيريه بنسټ مسوول وويل، چې دغه بنسټ په زياتو هېوادونو کې بيوزلو

او د طبيعي پيښو له مصيبت ځپلو مسلمانانو او په جګړه ځپلو سيمو کې له خلکو سره بشري مرستې کوي.

هغه وويل، چې دغه بنسټ تېرکال په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته د جوماتونو د بيا رغونې، د څښاک اوبو برابرولو او د ښوونې او روزنې په برخو کې زيات فعاليتونه ترسره کړي او له يو کال را په دېخوا يې درې زره ټنه خوراکي او غير خوراکي توکي د مرستې په توګه له ترکيې څخه افغانستان ته ليږدولي دي.

نوموړي وويل، چې دغه بنسټ په پام کې لري چې د  پوهنې له وزارت سره په همغږۍ په لس جريبه ځمکه کې تعليمي کمپلکس جوړ کړي او د اسلامي امارت په همکارۍ په افغانستان کې  نورې خيريه پروژې هم  تطبيقې کړي.

د رياست الوزرا د دفتر رييس ډاکتر ملا عبدالواسع وويل چې د اسلامي امارت د پاليسي له مخې  د ملت ګټې د شخصي ګټو په نسبت مهمې دي او د هېواد  د ابادولو  په مقصد د هر بنسټ او سوداګر د هلو ځلو قدر کوي او هغوى ته لازمې آسانتياوې برابري.

هغه د دغه بنسټ مسوولينو ته، د معلولینو او شهيدانو وارثينو ته د مرستې په خاطر لازمې لارښوونې وکړې او ډاډ يې ورکړ چې اسلامي امارت له خيريه بنسټونو سره  همکار دى.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا