اقتصاد

په کاپيسا کې داوو ترانسفارمرونو ددرولو کار پيل شو .

کابل باختر د زمري  ٢٤:
دافغانستان دبريښنا شرکت تجارتي رييس  احمد خالد ستانکزي دکاپيسا ولايت   په مرکز اواړوندو کليو کې ديو اعشاريه څلوروميګاواټو په ټول ظرفيت سره داوو ترانسفارمونو ددرولو کار  په رسمي ډول پرانست .
  باختراژانس دبريښنا شرکت  دخبرپاڼې له خولې خبرراکړ ، په دغو  مراسمو کې  دافغانستان دبريښنا شرکت تجارتي رييس  احمد خالد ستانکزي وويل : چې دبريښنا شرکت هدف  دافغانستان لرو پرتو سيمو ته  دبريښنا رسول دي  اوموږ هلې ځلې کوو چې ډير ژر ددغه ولايت شپږ ويشت کلي دبريښنا له شبکې سره  ونښلوو.
  ده دغه راز دکاپيسا ولايت  خلکو ته څرګنده کړه  چې تر  ٢٠٢٢ ميلادي کال پورې به  دافغانستان  په سلوکې نوي سيمې  دبريښنا له شبکې سره ونښلول شي
ددغو پروژو جوړول دوه ويشت مليونه  اويا زره افغانۍ لګښت لري .چې دافغانستان دبريښنا شرکت له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کېږي او تر راتلوونکو شپږو مياشتو پورې به  دغه ترانسفارمرونه  ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
ددغې شبکې په درولو اومونتاژولو سره  په لومړى ګام کې  دکاپيسا ولايت  ديوشمير کليو دوه سوه مشترکين له بريښنا څخه ګټه اخلي .
ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکي کې ددغه  ولايت  نورې ولسوالۍ هم د ٢٠٠ مليونو افغانيو په لګښت   له نوي بريښنا سره ونښلول شي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته