امنیت

ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول .

کابل باختر  دتلي نولسمه :
په نيمروز ولايت کې پرون ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او يوتن بل ټپي شو .
  دنيمروز ولايت  دترافيکو مدير حاجي ظريف  دباختراژانس خبريال ته وويل، ديوه کرولا موټر  دچپه کيدو له امله ددغه موټر له سپرليو څخه يو سړى او يواووه کلن  ماشوم وژل شوي اويوه ښځه  ټپي شوې ده  .
خبرځاى زياته کړه دټپي ښځې روغتيايي حالت خراب بلل شوى  دى .
دسيمي ترافيک ددغې پيښې علت دموټر چلوونکي بې احتياطي  بللې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته