امنیت

په غزني کې د پيروز د عملياتو په بهيرکې طالبانو ته د سر زيات زيان اوښتى دى

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
شپاړلس تنه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني ولايت کې د ايتلاف د ځواکونو په هوايي بريدکې ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې لوا ويندوى نظيف الله سلطاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بريدونه د اندړو ولسوالۍ د سنګينک او د عليزي په کليوکې وشول چې له امله يې ١٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده زياته کړه: دغه عمليات د افغان ځواکونو په همغږۍ د ايتلاف د ځواکونو له خوا ترسره شوي چې ملکي وګړوته پکې زيان نه دى رسيدلى .
خبرځاى زياته کړه: دغزني ولايت د ده يک ولسوالۍ د تاسن او کندور په کلي کې پنځه تنه وسله وال ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
سلطاني زياته کړه: دغه طالبان د پيروز په نامه د عملياتو په بهيرکې چې په دې وروستيو وختوکې چې د غبرګولي د ٢٤ مې نيټې د جمهوري رياست د انتخاباتو د امنيت د تامينولو په مقصد ترسره شوي دي؛ ووژل شول او ټپيان شول او عمليات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته