سیاستخبرونهTOP

چارواکي: د ځوانانو نظرونه او وړاندیزونه په ورین تندي اورېدل کېږي

کابل، د زمري ۲۳ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن د کابل، پروان، هرات او میدان وردګو له یو شمېر فعالو ځوانانو سره وکتل.
په دې کتنه کې مولاګل راسخ، حامد جهاني، خالد عمر ماکو او همایون غفورزي د نورو په استازیتوب په هیواد کې د امنیت پر تامین خوښي څرګنده او له اسلامي امارت یې خپل ملاتړ په ډاګه کړ.
هغوی په بېلابېلو په ځانګړي ډول د ځوانانو د تشویق ترڅنګ له دوی سره د لانږدې اړیکو د ټینګښت او کاري او تحصیلي زمینې برابرولو په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء د دفتر له عمومي رئیس سره شریک کړل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د هغوی له غوښتنو او وړاندیزونو مننه وکړه او د هیواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره یې ځوانانو ته په چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، د ځوانانو نظرونه او وړاندیزونه له موږ سره همکاري کوي، موږ یې په ورین تندي منو، له دوی سره به خپله همکاري جاري ساتو، ترڅو په ګډه خپل هیواد ته نه ستړی کېدونکی خدمت وکړو.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا