کابل/ باختر/ د زمري ۱۳ مه
د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه سرګروپ په ګډون اووه وسله وال طالبان پرون په غور کې ووژل شول .
دغور د والي وياند عبدالحي خطيبي د باختراژانس خبريال ته وويل، چې وسله والو طالبانو دغور د فيروزکوه ښار په بايان بند کې د پوليسو د منسوبانو په پوستو بريدونه وکړل چې په پايله کې يې د هغوى د يوه سرګروپ په ګډون ٧ وسله وال طالبان ووژل شول.
خطيبي زياته کړه، چې په دغو نښتو کې اووه پوليسان هم شهيدان او نهه نور ټپيان شوي دي .
ختم_عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ