خبرونهفرهنګ

چارواکي: رسنۍ دې ملي ګټو ته جدي پاملرنه وکړي

 کابل، د زمري ۱۲ مه، باختر

په هرات کې د رسنیو د ملاتړ او څارنې کمېټې غونډه وکړه.

دغه غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د استخباراتو، د امربالمعروف او نهي عن المنکر د ریاست د استازو، د رسنیو د مسوولینو او د خبریالانو په ګډون د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نعیم الحق حقاني د رسنیو د ملاتړ او څارنې له کمېټې سره د خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو پر زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ او د کمېټې فعالیت یې اغېزمن وباله او زیاته یې کړه چې دغه کمېټه د رسنیو او د دولتي ادارو ترمنځ اړیکې ټينګوي.

مولانا حقاني وايي چې د هرات رسنیو له دولتي ادارو سره همکاري کړې او د هغو فعالیتونو ته انعکاس ورکوي.

حقاني زیاته کړه چې د هېواد په مرکز کې مسوولینو د هرات د رسنیو د ملاتړ او څارنې کمېټې د جوړولو هرکلی کړی دی او له سیمه ییزو او ملي رسنیو څخه یې د زیات کار هیله کړې ده.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس زیاته کړه چې اسلامي امارت له رسنیو څخه دوه هیلې لري، د ملي ګټو ساتنه او د اسلامي شریعت رعایتول چې هیله کېږي رسنۍ دې ورته جدي پاملرنه وکړي.

له بله پلوه د رسنیو د ملاتړ او څارنې کمېټې رئیس ولي شاه بهره ټيڼګار کوي چې له دغې کمېټې سره د رسنیو همکاري ضروري ده. هغه د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو څخه په دغه شان غونډو کې د ګډون غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې په دې غونډه کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست استازي وویل چې دغه ریاست تل له رسنیو سره ګډه همکاري لري او هیله یې وکړه چې رسنۍ دې هم له دغه ریاست سره همکاري وکړي.

د غونډې په پای کې د رسنیو مسوولینو د مالي ملاتړ لپاره د اغېزمنو پروګرامونو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا