ټولنه

په مزارشريف کې د ناکامورا خدمتونه وستايل شول

کابل/ د ليندۍ ١٦مه /باختر
د ډاکتر ناکامورا او د هغه د ملګرو په وېر د شمعې د روښانولو مراسم نن د بلخ پوهنتون د يوشمېر استادانو، فرهنګيانو او د مزارشريف خلکو په ګډون پرځاى شول.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په دغو مراسموکې د بلخ خلکو د ستر فردوسي په څلورلاره کې راټول شول او د ډاکتر تتسو ناکامورا او د هغه د ملګرو له کورنيو سره چې په ناځوانمردانه ډول ترور شول، خواخوږي څرګنده کړه.
ډاکټر ناکامورا يو جاپانى و چې د افغانستان افتخاري تابعيت يې هم ترلاسه کړى و. کلونه کلونه يې په ننګرهارکې خلکو ته ارزښتناک خدمتونه ترسره کړل او د دغه ولايت  خلکو ته يې د څښاک اوبه د برابرولو په خاطر انسان دوستانه هلې ځلې وکړې. 
پاىج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته