ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې نهه تنه ووژل شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٢ :
دکابل _ جلال اباد په لويه لاره کې ديوې ترافيکي پيښې له امله نهه تنه ووژل شول
دغه پيښه پرون ناوخته هغه وخت رامنځته شوه  چې يو کرولا موټر له يوه مسافر وړونکي بس موټر سره ټکر وکړ.
دکابل _ جلال اباد دلويې لارې دترافيکو يوتن مسوول باخترآژانس ته وويل  چې په دې پيښه کې نهه تنه وژل شوي دي.
دراسيدلو خبرونوله مخې ؛  دغه موټر ونه  له ټکر وروسته له واټ څخه ووتل  او په يوه کنده کې ولويدل .
دترافيکو مسوولينو  ددواړو موټرونو د چلوونکو ګړنديتوب او بې احتياطي ددغې  خونړۍ ترافيکي پيښې درامنځته کيدو اصلي علت وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته