خبرونهامنیت

په ۹ ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور ۱۹ تنه نیول شوي دي

کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر

کورنیو چارو وزارت د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د جنايي جرمونو په تور د ۱۹ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دغه وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۱۹ تنه د غلا، وژنو، نشه يي توکو کارولو او اخلاقي فساد په تړاو نیولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې  له منځه یې، سرپل کې ۳ تنه د غلا او اخلاقي فساد په تړاو، ۳ تنه په لغمان کې د غلا په تور ، ۳ تنه په بغلان کې د جنسي اړیکو په تړاو، ۲ د غلا په تور په هرات کې، ۲ تنه د نشه یي توکو کارولو په تړاو په بامیانو کې، ۶ تنه د غلا او وژنو په تور په غزني، روزګان، تخار او غور ولایتونو کې نیول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته