فرهنګ

خبرتيا

کابل باختر دوږې  اوومه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتيا .
دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ  وزارت دمخابراتي خدمتونو دتنظيم ادارې ديو ليک په ليږلو سره طرحه کړې ده چې دجواز ليک له شرطونو سره سم دفريکونسۍ دجواز ليک خاوندان کال په کال دټاکلې مودې  له پاى ته رسيدو وروسته دفريکونسۍ دطيف داجورې په ورکولو او د جواز ليک دمودې  په تمديدولو مکلف دي .
ددغه ليک له مخې دکابل دموج راډيو ، دکابل دمولانا راډيو ، ستاره راډيو ،  ستاره ټلويزيون، دتپش راډيو ، دکابل دهفت ټلويزيون ، دکابل د دعوت راډيو ، دکابل ددعوت ټلويزيون ، دميمنې ښار دقوياش راډيو ، دکابل دالکسز راډيو ، دکابل  دوطندار راډيو ، دکابل  داويښتون راډيو،  دګرديزغږ راډيو ، دبدخشان د پيام راډيو  دهلمند دبريښنا راډيو ،  دبلخ دمهربان راډيو ،  دبلخ دمهربان ټلويزيون ،  دبلخ داي ټلويزيون ،  دبلخ درڼا ټلويزيون ، دقندهار دڅانګه راډيو ،  دقندهار دنوي ميوند راډيو ټلويزيون ،  دننګرهار دسباستوري راډيو ، دننګرهار  داباسين راډيو  دننګرهار  دهميشه بهار راډيو ، دننګرهار دنن راډيو ، د ننګرهار  دمينې راډيو ، دکونړ  دنښتر راډيو ، دروزګان  دپيوستون راډيو ، دبلخ  دافغان ټلويزيون  ، ميوند ټلويزيون او اسيا ټلويزيون  دنوي  نسل راډيو ، دبلخ دسفير راډيو ، دهرات دچکادراډيو ، دهرات دميهن ټلويزيون ،  دهرات داوا راډيو ، دهرات دناب ټلويزيون ، دهرات  دجوانه راډيو ، دهرات دخلکو غږ راډيو ، دغزني  دحيات راډيو ،  دغزني دحيات ټلويزيون ،  دغزني معرفت راډيو ، دننګرهار  دتابان ټلويزيون ، دتخار د اي خانم راډيو ، دتخار د اي خانم ټلويزيون ، دتخار ولايت دتخارستان  راډيو ، دتخار  دبرليک راډيو ،  دتخار دبرليک  ټلويزيون ،  په تخار ولايت کې دورزش  راډيو ، دسمنګانو درستم ټلويزيون ،  دسمنګانو درستم راډيو  دسمنګانو دحقيقت راډيو ، دفارياب دميمنې راډيو او دفارياب دممتاز راډيو په ګډون يوشمير رسنيو تراوسه پورې دغه کارونه نه دي ترسره کړي .
په دې وسيله  ددغو رسنيو له خاوندانو څخه غوښتنه کيږي  چې دموجودو شرايطو په پام کې نيولو سره دې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په وړاندې  خپل تادياتي  مکلفيتونه ادا کړي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهغو تفاهم ليکونو دمفادو په پام کې نيولو سره چې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ له وزارت سره  يې لاسليک کړي دي ځان  مکلف  بولي .
درسنيو خاوندانو ته ووايي چې خپل پورونه اداکړي له دې پرته که چيرې دمخابراتو وزارت فريکونسۍ بندې کړې اويا له بلې لارې اقدام وکړ بيا به دشکايت حق ونه لرئ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته