Uncategorized

چارواکي: وېشل شوې، غصب شوې او پاتې دولتي ځمکې بررسي، تثبیت او تصفیه کېږي

کابل، د لړم ۲۴ مه، باختر

د کرنې وزارت لوړ پوړي چارواکي کندهار ته په سفر کې ویلي چې وېشل شوې، غصب شوې او پاتې دولتي ځمکې بررسي، تثبیت او تصفیه کېږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل‌الباري فضلي کندهار ولایت ته په سفر کې د دغه ولایت له والي محمد یوسف وفا سره په کتنه کې وویل: «د اسلامي امارت د بشپړې فتحې مخکې د مشرتابه د حکم پر اساس د کندهار، هلمند او روزګان ولایتونو مستحقینو ته د کرنې، مالدارۍ عشر او زکات کمېسیون تر مشرۍ لاندې سلطاني ځمکې وېشل شوې دي، په هغه وخت کې د کمېسیون غړي د اداري کارونو ترڅنګ د جهاد په مقدسه دنده بوخت ول او په یادو ولایتونو کي د دښمن تهدیدات هم ډېر وه؛ نو ځکه یې د وېش په لړۍ کې یو شمېر ستونزې موجودې وې، چې د یادو ستونزو د حل په موخه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رهبرۍ ته لارښوونه کړې، ترڅو یادې ځمکې او ترڅنګ یې امارتي غصب شوې او پاتې ځمکې د یو شفاف مېکانیزم له لارې تثبیت، بررسي او تصفیه کړي.»

مولوي فضل‌الباري فضلي زیاته کړې چې د همدې ځمکو د تثبیت، بررسي او تصفیې لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ کمېټه جوړه او ژر تر ژره به په کار پيل وکړي، چي په دې برخه کې یې له کندهار والي څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ کمېټه وټاکله، چې په دې کمېټه کې د کندهار د ولایت مقام، کندهار ښاروالۍ، امنیه قومندانۍ، علماوو شورا او ښارجوړولو ریاست استازي شامل دي.

د کندهار والي د ولایت په کچه ټاکل شوې کمېټې ته سپارښتنه وکړه، چې پوره هڅه وکړي، چي یاده پروسه په پوره شفافیت مخته یوسي.

د کندهار والي په دې برخه کي د کرنې وزارت مرستیال او ټاکل شوې کمېټې ته د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ.

یاد کمېسیون دنده لري، چې ترفتحې مخکې د وېشل شویو ټولو ځمکو بررسۍ او تثبیت ترڅنګ د غصب شویو او د دولتي پاتې ځمکو ټول معلومات راټول او د اړوندو چارواکو په واک کې یې ورکړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا