امنیت

يوپاکستاني تبعه د ډالرو له جعلي بانکنوتونو سره ونيول شو .

کابل باختر د مرغومي دريمه :
يو پاکستاني تبعه  له نهه ديرش زره پنځه سوه ډالرو جعلي  نوتونو سره دکورنيو چارو وزارت داقتصادي  جرمونو پرخلاف  دمبارزې دموظفينو له خوا  ونيول شو .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دپيښور دجمرود اوسيدونکى بختيار نواز په داسې حال کې چې دنهه ديرش زره پنځه سوه ډالرو جعلي نوتونه ورسره وو دتورخم  په سرحدي سيمه کې ونيول شو .
ده په خپل جرم اعتراف کړى او په لومړنيو  څيړنو کې يې  ويلي دي چې دوه ځلې نور هم دنهه پنځوس زره  ډالرو جعلي نوټونو يي دتورخم  له پولي افغانستان ته ليږدولي او پلورلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته