خبرونهټولنه

چارواکي: په افغانستان کې د ۴۰۰ زرو په شاوخوا کې یتیمان ثبت شوي او امکان لري چې دغه شمېر نور هم لوړ شي

 کابل، د تلې ۶ مه، باختر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولین وايي، چې په افغانتسان کې د ۴۰۰ زرو په شاوخوا کې یتیمان ثبت شوي او امکان لري چې دغه شمېر نور هم لوړ شي

یاد وزارت دغه څرګندونې د یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو د روزنیز ورکشاپ د پيل په مراسمو کې وکړې.

د دغه ورکشاب د پیل په غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالمجید آخند دغه ورکشاب د یتیمانو او معلولینو لپاره اړین وباله او هغوی ته یې د ژوند په ټولو چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست د یاد وزارت د لاسته راوړنو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د یتیمانو او معلولینو د تثبیت لړۍ پيل شوې چې په دې لړۍ کې له ۱۳۵ زرو څخه زیات معلولیت لرونکي وګړي ثبت شوي او همدارنګه په ټول هېواد کې د ۴۰۰ زرو په شاوخوا کې یتیمان هم ثبت شوي دي او امکان لري چې د تثبیت په صورت کې د یتیمانو دغه شمېر نور هم لوړشي.

نوموړي زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له طرحې سره سم نږدې ۷۰ سلنه معلولینو او یتیمانو ته د روان کال د شپږو میاشتو حقوق ورکړل شوي دي.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي عبدالاحد مسعود وویل: باید ځوانان له خپلو استعدادونو څخه په پوره توګه د هېواد د آبادي په برخه کې کار واخلي.

په دې غونډه کې د حرفوي زده کړو آمر انجنیر خالد فاروقي د یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: په ۱۴۰۱ کال کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا شپږ روزنیزې حرفې په پام کې نیول شوې وې چې له هغې جملې څخه یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زدکړو په موخه د (خیاطي او د مبایل ترمیم) په دوو برخو کې فعالیت پیل کړل شو او په پام کې ده چې د څلور نورو حرفو د زدکړو زمینه به هم برابره شي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د حرفوي زدکړو د پروګرام په پای کې به فارغ شویو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا