کابل باختر د غبرګولي څليرويشتمه :
په تايمنيو کې دملکې ثريا دليسې دراي ورکولو په مرکز کې رايه ورکوونکو ادعا کړې ده چې درايي دورکوونکو دګوټو رنګ پاکيږي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دغه مرکز کې د ښځو لپاره درايي ورکولو څلور ځايونه او دنارينه و لپاره پنځه ځايونه شته خو رايي ورکوونکي وايي هغه رنګ چې درايي ورکوونکو د ګوټو نښې لپاره کارول کيږي پاکيږي .
دباختراژانس خبريال له پرله پسې هلوځلو سره سره ونه کړاي شول دانتخاباتو دخپلواک کميسيون نظر درايي ورکولو دپاڼو دکمښت او رنګ په باب ترلاسه کړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ