خبرونهاقتصادټولنه

چارواکي: په هېواد کې د کرنیزو پروژو پلي کولو ته ښه فرصت برابر دی

 کابل، د لړم ۱۵مه، باختر

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د IHH موسسې له مشر نیازي اوزګور، په افغانستان کې د یادې موسسې مسوول مجاهد کلیچ، د دې موسسې د کرنیزو برنامو مسوول شریح شیون او د کرنې وزارت د سبو د ترویج او پراختیا له مسوول مطیع الله ظفري سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د لغمان د کرنې رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن وویل:«خوشبختانه هېواد کې امن راغلی، د زراعتي پروګرامونو د تطبیق لپاره ښه فرصتونه شته؛ لغمان ولایت کې د سبو او مېوو د پراختیا لپاره پوره علاقه او ځمکې موجودې دي».

مولوي حسن دغه راز زیاته کړه، چې د بزګرانو کمزوري اقتصاد انکشافي بهیر له خنډ سره مخ کړی او په دې برخه کې د نړیوالو ادارو او مرستندویه هېوادونو همکاریو ته اړتیا ده.

په دې لیدنه کې محسن د یادې موسسې له چارواکو سره د بزګرانو د ملاتړ لپاره د سبو تخمونو د هایبرایډ تخمونو، یوریا او ډي.اي.پي سرې، د بڼوالۍ پراختیا، په بکر دولتي ځمکو کې د بڼوالۍ پراختیا لپاره د اوبو زېرمې، څاڅکو په بڼه د اوبخور سیستمونو ایجاد، د مالدارۍ پراختیا، د ځنګلونو پراختیا برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د IHH موسسې مشر نیازي اوزګور په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د سراسري امنیت له امله خوښي وښوده او په کرنیز سکتور کې د بنیادي پروژو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا