امنیت

په تخار کې د ماين چاودنې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر
په تخار کې نن سهار دوه ملکیان د ماین په چاودنه کې ووژل شول او ١٢ تنه نور ټپیان شول.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر د باختر آژانس خبریال ته وویل چې پېښه د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې په بایسکل کې د وسله والو طالبانو یو ځای پرځای شوى ماین وچاودېد.
اسیر زیاته کړه چې چاودنه د ګاز پلورلو یو دُکان ته څېرمه شوې ده چې د کازو ډبې هم وچاودېدې او په پايله کې ٢٠ دُکانونه وسوځېدل.
خبرځای زیاته کړه چې د ماين د چاودنې موخه د یوه جهادي قوماندان د موټرو کاروان و، خو هغه ته زیان نه دی اوښتی.
پاى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته