امنیت

په ننګرهار کې دشپږو تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل او دلسګونوکيلوګرامو نشه يي توکو کشف .

کابل باختر د غبرګولي اتلسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په ننګرهار  ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په دغو جګړه مارانو نن له غرمې مخکې دلعل پورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
دننګرهار ولايت دلعل پورې ولسوالۍ يوه سيمه ئيز مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل يرغلګر په خپلو تروريستي فعاليتونوبوخت و چې دپوځيانو  له خوا پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې جګړه  کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دننګرهار ولايت پوليس دلسګونو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه توکي په دووجلا جلا پيښو کې کله چې پاکستان او هم کابل ته قاچاق کيدل کشف او ترلاسه شوي دي
دننګرهار ولايت يو امنيتي مسوول وايي چې ددغو توکو دليږدونې په اړوند  دوه تنه نيول شوي دي .
نيول شويوکسانو دنشه يي توکو انډې په مهارت سره په دوو موټرو کې ځاى پرځاى کړي وو او غوښتل يې چې هغه پاکستان او کابل ته وليږدوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته