ټولنه

جمهور رئیس غني د سنګین په ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې پر رامنځته شوې مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړه

کابل باختر د مرغومي يوولسمه
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د میان رودي په سیمه کې د جګړې له امله دیوه واده په مراسمو کې پر رامنځته شوې مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړه.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
جمهور رئیس غني لارښوونه کړې ده چې د دغې پیښې په اړه دې جدي څیړنې وشي او ډېر ژر دې په دې اړه د جمهوري ریاست عالي مقام ته رپوټ وړاندې شي.
د افغانستان جمهور رئیس په داسې حال کې چې د هلمند ولايت سرپرست او نورو سیمه ایز چارواکي د پېښې سیمې ته ورغلی، هغوی ته لارښوونه کړې ده چې د قربانیانو له کورنیو سره دې بیړنې مرستې ترسره او د ټپیانو د درملنې لپاره دې لازمه پاملرنه وشي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني همدا راز لارښوونه کړې ده چې د ملي دفاع او کورنیو چارود وزارتونو یو ګډ واکمن پلاوی دې سیمې ته سفر وکړي او دغه غم لړلې پېښه دې له نږدې په جدي توګه وڅیړي.
د افغانستان جمهور رئیس په داسې حال کې په دغې پیښې په ژور توګه خواشینی شوی دی، د قربانیانو کورنیو ته  د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته