سیاست

جمهوررییس محمداشرف غني د کانونو او پټرولیم، پوهنې او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو نومانداو سرپرست وزیران رسماً معرفي کړل

کابل / د غبرګولي ۲۴ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن مازیګر محمد هارون چخانسوري د کانونو او پټرولیم وزارت د نوماند او سرپرست، رنګینه حمیدي د پوهنې وزارت د نوماندې او سرپرستې او محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د نوماند او سرپرست وزیرانو په توګه رسماً معرفي کړل.

د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په ارګ کې جوړ شوي و د هیواد په لومړۍ مېرمن سربېره د جمهوري ریاست مرستیالانو، د اقتصادي او سوداګرۍ د پراختیا او د بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررییس فوق العاده استازي او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر رییس هم حضور درلود، لومړی د چارو ادارې عمومي رییس ډاکتر فضل محمود فضلي له لوري د یادو وزارتونو د نوماندانو او سرپرستانو په اړه د جمهوررییس غني جلا، جلا احکام ولوستل شول.

وروسته د یادو وزارتونو نوماند او سرپرست وزیرانو پخپلو خبرو کې د جمهوررییس له باور څخه د مننې ترڅنګ خپل کاري پلانونه او برنامې جمهوررییس سره شریکې کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت د نوماند او سرپرست په توګه محمد هارون چخانسوري پخپلو خبرو کې وویل، هڅه کوم چې کانونو او پټرولیم وزارت د جګړې له وسیلې څخه د هوساینې په وسیلې بدل کړو. هغه وویل، موږ به د خلکو، مدني بنسټونو او پر روڼتیا د څار بنسټونو په همکارۍ د چټکتیا او تحرک پیغام ولرو.

د کانونو او پټرولیم وزارت نوماند وزیر وویل، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د زنځیر د یوې حلقې په توګه د تشکیلاتو، اغېزناکې او ځواب ویونکې ادارې، امنیت، اوبو، برېښنا، ترانسپورټ، بازار موندنې او پانګونې په څېر زېربناوې مهمې بولو.

د پوهنې وزارت نوماندې او سرپرستې رنګینه حمیدي پخپلو خبرو کې د جمهوررییس له باور څخه د مننې ترڅنګ وویل: ډاډ درکوم چې د خدای په مرسته او ستاسو په لارښوونه او ملاتړ او له خپلو کاري تجربو څخه په استفاده به د دې هیواد اولادونو ته د خدمت په برخه کې هېڅ ډول هڅې دریغ نه کړم.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نوماند او سرپرست محمد طاهر زهیر پخپلو خبرو کې وویل: تاسو ښه پوهېږئ چې افغانستان له تېرو څلورو لسیزو په جګړو او ناامنیو کې راګیر دی او فرهنګي چارې او پدیدې حاشیې ته وړل شوې دي.

هغه زیاته کړه، په تېرو دوو لسیزو کې په مختلفو برخو کې ډېر کارونه شوي دي، خو موږ غواړو د جمهوررییس او د حکومت د رهبرۍ په لا زیات ملاتړ، فرهنګ د پاملرنې په محراق کې واقع شي.

د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررییس فوق العاده استازي پخپلو خبرو کې یادو نوماند او سرپرست وزیرانو ته د بریالیتوب هیلې ترڅنګ وویل، په کرونایي وضعیت کې د هیواد ټول وزارتونه مهم دي، ترڅو ټول په ګډه د هیواد پرمختګ او هوساینې ته کار وکړي.

د جمهوررییس دویم مرستیال استاد سرور دانش پخپلو خبرو کې وویل، هیله لرو چې د جمهوررییس تر زعامت لاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینه د ښایسته سالارۍ معیارونو او د اساسي قانون، د ټولنیز عدالت تامین او ملي مشارکت د معیارونو په رعایت سره جوړه شي.

هغه د نوې کابینې پر وړاندې د شته فرصتونو او خنډونو په اړه خبرې وکړې وې ویل، په نوې کابینه کې د همکارانو لپاره نوي فرصتونه له هغې ډلې په ټولو وزارتونو کې حقوقي او قانوني بسترونه برابر شوي او د پروژې، بودجې مصرف، قراردادونو او تدارکاتو له نظره ښه شفافیت رامنځته شوی او اصلاحات هم څرګند شوي دي.

د جمهوررییس لومړي مرستیال امرالله صالح دې ته په اشارې چې موږ څه ډول یوه کار وړ او خدمتګاره اداره ولرو خبرې وکړې او د حکومتي بنسټونو په غوره مدیریت، د اداري ثبات له ساتلو سره اصلاحاتو، د چارو غوره انسجام او د حقایقو او ارقامو پر اساس د راپورونو په برابرولو ټینګار وکړ.

جمهوررییس د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، نن د افغانستان له دریو لویو پانګو سره سر و کار لرو، زموږ لومړۍ پانګه فرهنګ دی چې څو زره کاله په ځانګړي ډول د عباسیانو او غزنویانو له طلایي دورې وروسته ژورې ریښې لري.

هغه په هند کې د دري ژبې د عامولو په برخه کې د ابوریحان البیروني د خدمتونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، موږ ډېره لویه معنوي پانګه لرو او باید راتلونکو نسلونو ته یې د لېږد او پراختیا لامل وګرځو، مولانا، امیر علي شېر نوایي، خوشحال خټک، فیض محمد کاتب او زموږ سلګونه نور شخصیتونه د پرمختګ بېلګې بلل کېږي.

جمهوررییس څرګنده کړه، د دولت د رهبرۍ په کچه یو واحد ټیم دی چې د دې هیواد له فرهنګ سره ژورې اړیکې لري او دا په دې معنی ده چې موږ ټولو ژبو، ولایتونو او د هیواد قومونو ته په برابر ډول ګورو.

هغه زیاته کړه، ټول باید د ملي هویت او د افغانستان د یووالي لپاره غښتلي ګامونه واخلو. که چېرې فرهنګي پانګه موجوده نه وي، له طبیعي پانګې څخه استفاده نشو کولی.

جمهوررییس وویل، د یو ملت په توګه د ښاروندۍ حقوقو تامین سره زموږ اساسي یووالی د جمهوریت په چوکاټ کې دی چې موږ له یو بل سره یو ځای کوي.

جمهوررییس وویل، زموږ مخاطب او اصلي مرجع د افغانستان ملت دی او دا ستاسو له کار سره اړیکه لري چې د ملي وحدت، یووالي او چټکتیا لپاره ګامونه پورته کړئ.

جمهوررییس د بشري پانګې اهمیت ته په اشارې وویل، موږ باید د افغانستان نجونو ته پیغام ولرو او بین المللي تجربو ښودلې چې د یو هلک زده کړه یو نسل او د یوې نجلۍ زده کړه پنځو نسلونو ته تغییر ورکوي.

جمهوررییس وویل، کتاب، ښوونځی او د ښوونکي شخصیت موږ ته له وطن سره د مینې الهام بښوونکي دي او د هویت په ساتلو او مسلکي پوهې سره په ۲۱ پېړۍ کې زموږ راتلونکی، پوهنه جوړوي.

جمهوررییس د طبیعي پانګې په اړه وویل، هره ورځ زموږ د طبیعي شتمنۍ اړخونه غټېږي، مهمېږي او په اساسي ډول راڅرګندېږي، خو له منابعو څخه د استفادې ډول انسجام ته اړتیا لري.

محمد اشرف غني وویل، په راتلونکو پنځو کلونو کې غواړو چې له بېوزلۍ څخه هوساینې، له بې ثباتۍ څخه ثبات او له بې باورۍ څخه باور او له تفرقې څخه یووالي ته ولاړ شو.

جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل، په دې کرونایي وضعیت کې، د فرهنګي، بشري او طبیعي پانګې په برخه کې تر ټولو مهم مسایل د هیلې رامنځته کول دي. هغه زیاته کړه: تاسو د ملي یووالي مسوولین او مدیران یاست او باید یووالی، همغږي او هیله رامنځته کړئ.#

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته