کابل/ باختر/ د ليندۍ د میاشتې ٢٢مه
دلغمان ولایت علینګار ولسوالۍ اړونده بدیع آباد او اباخیل سیموکی دملی دفاعی امنیتی ځواکونو او وسله والوطالبانوترمنځ وسله واله نښته شوی چی په ترڅ کی یی دمحمدیار په نامه (۱) تن وسله وال طالب چی په ذاکرمشهوروو وژل شوی او(۴) تنه نوریی ټپیان شویدي .
دکاپیسا ولایت تګاب ولسوالی اړونده عامه لار کی وسله والوطالبانویوکړۍ ماین ځای پرځای کړی وو او غوښتل یی چی زموږیوشمیرهیوادوال په بیګناه توګه ووژنی او یوځل بیایی دغم په ټغرکښینوي چی له نیکه مرغه پرون دیادی سیمی دخلکوپه مرسته یادماین کشف او د۲۰۱ سیلاب قول اردو ددرییمی پلی لوا دماین پاکونی ټیم له خوا شنډکړای شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ