ټولنه

په ننګرهار کې سېلاو ځپلو ته د موقتو کورونو د جوړولو لپاره هلې ځلې پيل شوې

کابل /دوږي ١٧مه / باختر:
په ننګرهار کې لسګونوسېلاو ځپلو کورنيو ته موقت کورونه جوړېږي .
يومرستندوي بنسټ  له دغو کورنيو سره  د نغدو پيسو مرسته وکړه  چې  خيمې وپيري  او خپلې يوشمېر ستونزې لرې کړي .
  د ننګرهار د رسنيودفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې په دې دوره کې  په اچين ولسوالۍ کې له  يوسلو پنځه اتيا کورنيوسره د نغدو پيسو مرسته وشوه .
په ننګرهار کې د وروستيو سېلاونو له امله د خلکو د استوګنې په لسګونه کورونه اوپه سلګونه جريبه کروندې  ويجاړ شوي دي.
اوس  زياتې کورنۍ چې په سېلاونوکې يې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي  په جوماتونو، ښوونځيو اوکلينيکونو کې شپې سباکوي  او د کور خوړو، جامو او درملو په ګډون بشردوستانه مرستو ته اړتيا لري .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته