امنیت

چاودني دسرمالي زيان واوښته .

  ديوې  چاودنې له امله يو ماشوم ووژل شو  اودرې تنه نور ټپيان شول

   دارزګان ولايت په دهراود  ولسوالۍ کې  پرون  ديوې چاودنې له امله  يو ماشوم ووژل شو او درې تنه نور ماشومان ټپيان شول

 دارزګان  ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى  فريد عايل  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه چاودنه تيرماښام دارزګان ولايت ددهراود ولسوالۍ په نوباد کلي کې وشوه .

  دخبرځاى د څرګندونو له مخې مخالفينو چاوديدونکې توکې په يو موټرسايکل کې ځاى پرځاى کړي وو  .

 عايل زياته کړه  ټپيان روغتون ته ليږدول شوي ددهراود ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړى څارن  عمر خان هم داپيښه تائيد کړه او وي  ويل  قربانيان ټول ديوې کورنۍ غړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته