فرهنګ

د کابل ولايت له ښځينه خبريالانو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشورتي غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د سلواغې د مياشتې ۱۰مه

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې صافۍ په شتون، د کابل ولايت له ښځينه خبريالانو سره د دغه وزارت مشورتي غونډه جوړه شوه .

 دباختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:

 دغه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين فاضل سانچارکي او د کابل  د دولتي او خصوصي رسنيو د يوشمېر ښځينه خبريالانو په شتون جوړه شوه .

 په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل چې دغه غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په لارښوونه جوړه شوې ده چې د ښځينه خبريالانو حالت او ټولې ستونزې وڅيړلې شي او جمهوري رياست ته وړاندې شي .

  حسينې صافۍ زياته کړه چې د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولايتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ د رياستونو له لارې دغه شان غونډې جوړې شوې دي او د ښځينه خبريالانو ستونزې او غوښتنې څيړل شوي او راټولې شوې دي.

  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې په اوسنيو شرايطوکې  ښځې او په تېره بيا خبريالانې ښځې په ټولو برخو کې له ستونزې او ننګونې سره مخامخې دي.

 دې له خبريالو مېرمنو څخه وغوښتل چې ستونزې او د دغو ستونزو د حل لارې  طرحه کړي چې د هېواد له جمهور رييس سره شريک کړى شي.

 دغه راز په دې غونډه کې برخه والو په درې ډلو وويشل شول او له  ډله ييز  کار وروسته د خبريالو مېرمنو حالت، غوښتنې، ستونزې او د ستونزو د حل لارې يې بيان کړې .

 دوى زياتره د کاري امنيت نشتوالي، د قوانينو نه تطبيق ، د رسنيو د خاوندانو له خوا د خپلو مکلفيتونو  د نه رعايتولو او ښځينه خبريالانو ته د توپيري نظر په برخوکې ستونزو ته اشاره وکړه او خپلې يو لړ غوښتنې هم بيان کړې .

 د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين فاضل سانچارکي د دغې غونډې کار وڅيړه او ويې ويل چې د ښځينه خبريالانو ټولې ستونزې او غوښتنې به د دغه وزارت له لارې د هېواد جمهور رييس ته وړاندې شي .

 دغه راز سانچارکي ټينګار وکړ چې د قوانينو او مقرراتو د تطبيق په لاره کې بايد ټول هلې ځلې وکړي او هيچا ته اجازه ورنه کړي چې د دوى حقوق تر پښو لاندې کړي. # ختم –جبارخيل- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته