– کابل/باختر/ د زمري ١٧مه
په غور کې دوه تنه دغلا او شوکمارۍ په تور ونيول شول.
پوليس وايي چې دغو کسانو د فيروزکوه ښار په ځينو سيمو کې په غلا او شوکمارۍ لاس پورې کاوه.
دغور د امنيې قوماندانۍ وياند سميع نژاد باختراژانس ته وويل، چې دغه دوه تنه غله له زياتې مودې راپدېخوا د پوليسو تر تعقيب لاندې و.
هغه وويل: نيول شويو کسانو د پوليسو په لومړنيو تحقيقاتو کې په غور کې د غلا او شوکمارۍ په څو مواردو اعتراف کړى دى.
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ